په ۵ ولایتونو کې تر ۲ زره زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه.

anwari_morr
-

روانه اونۍ په کابل، بغلان، جوزجان، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې له ۲ زره ۲۰۴ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره د نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.
د یادو ولایتونو د راپورونو له مخې، د دغو کورنیو تر پېژندلو او د یاد وزارت له دویمو واحدونو سره په همغږۍ د همکارو بنسټونو له لوري کابل کې ۲ زر ۱۳۲ کورنیو سره ۵ قلمه د خوراکي توکو او د یو میلیون ۴۵۲ افغانیو، بغلان کې ۱۱ کورنیو سره ۹۶۸ زره افغانیو، جوزجان کې ۲۵ کورنیو سره ۲۴۷ زره ۵۰۰ افغانیو، ننګرهار کې ۲۵ کورنیو سره ۱۶۲ زره ۵۰۰ افغانیو، سرپل کې ۱۱ کورنیو سره ۲۶۹ زره افغانیو مرستې وشوې.
همدارنګه د دې وزارت د همکارو موسسو له لوري په بغلان کې ۴۱ راستنو شویو کاریګرو او اړمنو کسانو سره ۳۴۷ زره افغانیو، بدخشان کې ۵۹ کورنیو سره ۸۵۸ زره ۸۰۰ افغانۍ او د پکتیکا په جاني خېلو او مټاخان ولسوالیو کې ۳۲۰ تنو ناروغو او اړمنو ماشومانو سره ۹۴۵ زره ۲۰۰ افغانیو مرستې وشوې.