په ٧ ولایتونو کې زرګونو کورنیو سره مرستې وشوې

anwari_morr
4

روانه اونۍ په کابل، جوزجان، بغلان، ننګرهار، دایکندي، سرپل او غور کې ٤ زره ٣٨٥ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.
د راپورونو له مخې، د مهاجرینو چارو ریاستونو تر پېژندلو وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري، کابل کې ١٦٢ کورنیو سره یو میلیون ٧١٢ زره او ٤٠٠ افغانیو، جوزجان کې ١٦ کورنیو سره ٢٤٠ زره افغانیو، بغلان کې ١١٣ کورنیو سره یو میلیون ٢٦٥ زره ٦٠٠ افغانیو او یوې یوې خېمې، ننګرهار کې یو زر ٤٥ کورنیو سره د ٦ قلمه خوراکي توکو، خیاطۍ وسایلو او ٢٥ زره امریکایي ډالرو، دایکندي کې یو زر او ١٣ کورنیو سره ٥ قلمه خوراکي توکو، دوو دوو کمپلو، دوو دوو ترپالونو او د پخلنځي وسایلو، سرپل کې ٣٦ کورنیو سره ٥٣٨ زره ٢٠٠ افغانیو او په غور کې ٢ زره کورنیو سره ٥ قلمه خوراکي توکو مرستې وشوې.
همدارنګه بغلان کې ٣٢٠ تنو راستنو شویو سره د الکترونیکي پېژندپاڼو اخيستلو په موخه ٢٤٠ زره افغانۍ مرستې وشوې.