د هېواد په څو ولایتونو کې کابو ۵۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوې دي

anwari_morr
-

د تېرو درېو ورځو په ترڅ کې ۴۷۶ کورنیو ته په کابل، ننګرهار، سرپل او بادغيس ولایتونو کې نغدي مرستې وېشل شوې دي. د یادو راپورونو له مخې: په کابل کې ۶۸ کورنیو ته ۶۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ، په ننګرهار ولایت کې ۲۶۹ کورنیو ته یو میلیون او ۷۴۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ او ۱۰ زره او ۵۶۰ امریکايي ډالره، په سرپل کې ۲۷ کورنیو ته ۳۰۸ زره او ۶۰۰ افغانۍ، په بادغيس کې ۱۱۲ کورنیو ته یو میلیون او ۵۴ زره افغانۍ د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، چې پخوا اړمنې پېژندل شوې او بیا وروسته مرستې پرې وېشل شوې دي.
همدا ډول په کابل ښار کې ۳۹۸ تنو ته ۳ میلیونو او ۴۴۷ زره افغانۍ او ۴ ډوله غیرخوراکي توکي، په بدخشان ولایت کې ۴۷ تنو ته ۷۳۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ، په لوګر ولایت کې ۸۰ بې ځایه شوو او راستنېدونکو ته یوه خیمه او په ننګرهار ولایت کې ۳۰ تنو ته ۳ زره امریکايي ډالر هم د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري، چې پخوا اړمنې پېژندل شوې وې وروسته مرستې پرې وېشل شوې دي