ننګرهار کې له لسګونو کورنیو سره مرستې وشوې
له کډوالو او راستنو شویو څخه د ملاتړ په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ د هڅو په دوام، تېره ورځ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د اهل خیر کسانو له لوري له لسګونو کورنیو سره د خوراکي او غیرتوکو مرستې وشوې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۲ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکي ورکړل شول، چې یوه بوجۍ اوړه، ۲ بوجۍ وریجې، ۳ کیلو تور او شین چای، ۱۰ کیلو بوره، یو من لوبیا، ۵ کیلو چڼې، ۲ بوتله غوړي، ۴ کیلو مکروني، ۲ پاکټه مالګه، ۵ کیلو چاکلیټ او ۱۰ کیلو صابون پکې شامل وو.
د یادولو ده، چې دغه مرستې د اهل خیرو کسانو له لوري او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ په هڅو د راستنو شویو کورنیو لپاره چمتو شوې وې.