مهاجرینو وزارت له یوې موسسې سره د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ
د اړمنو کورنیو د ملاتړ او اقتصادي وضعیت د ښهوالي په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هماهنګي کمک های انساني موسسې تر منځ د ۸۴۷ زره ۷۴۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک له مخې به په کندهار، نیمروز، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې ۱۹ زره ۶۱۶ راستنې شوې، بېځایه شوې کورنۍ او کوربه ټولنې د معیشت او مېشتېدنې د ملاتړ په برخه کې برخمنې شي.
د دې هوکړه لیک د لاسلیک موخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ټولنیز ګډون او د ښه ژوند برابرول دی.