سرپل کې لسګونو راستنو شویو کورنیو ته ځمکه ورکړل شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، تېره ورځ په سرپل ولایت کې ۶۴ راستنو شویو کورنیو ته په چهل ګزه ښارګوټي کې یوه یوه نومره ځمکه ورکړل شوه.
یادې کورنۍ، چې له وړاندې یې د کډوالۍ سندونه د کمېټې د غړو په شتون کې د ځمکې وېش لپاره بشپړ شوي وو، د سیداباد ولسوال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مهاجرینو او راستنېدونکو، کور او ښارجوړولو، د کلیو بیا رغونې او د سیندیزې حوزې رییسانو په شتون کې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ د کډوالو په چهل ګزه ښارګوټي کې هرې کورنۍ ته د ۵۰۰ مربع مټرو په پراخوالي یوه نومره استوګنیزه ځمکه ورکړل شوه.
مسوولینو د دغه اقدام موخه د راستنېدونکو ملاتړ او دایمې مېشتېدنه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د راستنو شویو لپاره به د ځمکو د وېش پروسه په رڼه توګه دوام ولري.