هلمند کې بېځايه شوو ښځوسره مرسته وشوه
د (IRC) موسسې له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵ بېځايه شوو ښځو سره دغيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
دغه ميرمنې چې څه موده وړاندې د قالين بافۍ د يو ښونيز کورس څخه بارغې شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د وږي په ۷مه هرې يوې ته يې يوه يوه دلمريزې برېښنا ۱۵۰ امپيره تخته، ۱ بطري او يو کنټرولر مرسته ووېشل شوه.