ننګرهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د (PIN) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۲۵ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې پنجشنبې په ورځ د وږي په ۷مه ۹۶ کورنيو، هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ اقغانۍ نغدي او ۱۲۹ کورنيو، هرې کورنۍ ته دپخلنځي مکمل سامان الاتو مرسته ووېشل شوه.