د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس له یو شمېر چارواکو سره د تورخم له عمري کمپ څخه لیدنه وکړه
د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس ملا عزیزالرحمن سرحد د ښوونې، حج او اوقاف، کار او ټولنیزو چارو له رییسانو، د مهاجرینو چارو وزارت د ولایتي چارو د همغږۍ امر، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د یاد ولایت د پوهنتون، د مسلکي او تخنیکي زدهکړو ریاستونو له استازو سره په ګډه د تورخم لېږد امریت ته سفر وکړ او له عمري کمپ څخه یې لیدنه وکړه.
هغو هلته له ځایي موسسو سره د راستنو شویو د ستونزو د هر اړخیز حل په موخه ناسته وکړه.
په ناسته کې پر دې ټینګار وشو، چې ټولو راستنېدونکو کډوالو ته پر زدهکړو سربېره د روغتیا، کار، مسلکي زدهکړو او نورو اړینو برخو کې په رښتینې او منظمه توګه خدمتونه وړاندې شي، تر څو ستونزې یې په بنسټيز ډول حل او د بیا مېشتېدنې لړۍ یې په بریالیتوب ترسره شي.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې اړوندې ادارې او موسسې دې په ګډه همغږۍ کار وکړي، تر څو د راستنو شویو ستونزې په لنډ وخت کې شي او لازمې اسانتیاوې ور ته وړاندې شي.
د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس له یاد امریت څخه د لیدنې پر مهال مسوولینو ته د چارو د ښهوالي او روڼتیا په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.