تېر کال په ټول هېواد کې له زرګونو کورنیو سره تر ۳ میلیارده د زیاتو افغانیو په ارزښت مرستې شوې دي
په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۲۲ زره او ۵۴ راستنو شویو، بېځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي.
د دغو مرستو مجموعي ارزښت ۳ میلیارده ۳۵۴ میلیونه ۱۴ زره او ۴۰۶ افغانیو ته رسېږي، چې راستنو شویو او بېځایه شویو مستحقو کورنیو ته د نغدي، خوراکي او غیرخوارکي توکو او د هغوی د نورو لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره ځانګړې شوې وې.
دغه مرستې په ټول هېواد کې د هغوی د اقتصادي ستونزو کمولو، ملاتړ او د وضعیت ښه کولو په موخه مصرف شوې.
اسلامي امارت او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ژمن دي، چې له کورنیو او نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ، ملاتړې او بشردوستانه برنامې پراخې کړي، تر څو په هېواد کې د مهاجرینو بنسټیزې اړتیاوې په ښه توګه پوره شي.