کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه

sadam_morr

د (HRDA/UNCHR  ) موسسو له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۴ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي اوخوراکي  مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې تېرې چهارشنبې په ورځ د وږي په ۶مه هرې کورنۍ ته نغدي او خوراکي موادو ورکړل شو.