د هېواد په ۴ ولایتونو کې تر ۲ زرو زیاتو کورنیو سره بشري مرستې وشوې
روانه اونۍ په زابل، ننګرهار، لوګر او هلمند ولایتونو کې له ۲ زره ۴۸۴ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي، خوراکي توکو، پخلنځي وسایلو او روغتیايي توکو مرستې وشوې.
د معلوماتو له مخې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په زابل کې یو زرو ۳۲ کورنیو سره ۳۲۹ زره ۶۰۰ افغانیو، ۵ ډوله خوراکي توکو، روغتیايي کڅوړو او پخلنځي وسایلو، ننګرهار کې ۳۵۲ کورنیو سره د غیر خوراکي توکو او ۱۸۷ زره افغانیو، لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره ۵ ډوله خوراکي توکو او د روغتیايي کڅوړو، هلمند کې له زرو کورنیو سره ۴ ډوله خوراکي توکو مرستې وشوې.
همدارنګه د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر پېژندلو وروسته د همکارو بنسټونو له لوري ۵ زره ۶۷۹ اړمنو کسانو سره ۲۰ میلیونه ۹۰۹ زره افغانۍ مرسته وشوه.
له بېځایه شویو څخه ملاتړ او د هغوی بنسټیزو اړتیاوو ته رسېدل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.