د پاکستان له بندخونو تر ۱۰۰ زیات افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

anwari_morr

روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۱۵۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کندهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د مسوولینو پر خبره، یاد کسان تر یوې میاشتې ډېره موده په بند کې وو، چې له ازادېدو سره سم په دغه امریت کې ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.
دغه اقدام په ټولنه کې عادي ژوند ته د هغوی راګرځولو په موخه ترسره شو.
خوشې شویو بندیانو له خپلې ازادۍ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې په ریښتینې توګه به د خپلو کورنیو تر څنګ د نوي ژوند پیلولو هڅه وکړي.