په ننګرهار کې تر ۳ زره زیات راستانه شوي زدهکوونکي په وړیا توګه د یو ښوونیز کال لپاره په خصوصي ښوونځیو کې شاملېږي
د هغې هوکړې له مخې، چې د ننګرهار د مرستیال والي مولوي غلام رحمان حیدري او د خصوصي ښوونځیو د اتحادیې رییس عاشق الله نجیبي تر منځ لاسلیک شوې وه، ۳ زره او ۴۲۰ راستانه شوي زدهکوونکي په وړیا توګه د یو ښوونیز کال لپاره د یاد ولایت په ۳۸۴ خصوصي ښوونځیو کې شاملېږي.
د ننګرهار مرستیال والي د خصوصي ښوونځیو له هغه مسوولینو څخه، چې په وړیا توګه یې راستنو شویو زدهکوونکو ته د زدهکړو د دوام زمینه برابره کړې ده، مننه وکړه.
د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس، ملا عزیز الرحمن سرحد او د دغه ولایت د ښوونې او روزنې رییس، شیخ شریف الله حلیمي د خصوصي ښوونځیو همکارۍ وستایلې او راستنو شویو زدهکوونکو ته یې د ځانګړې پاملرنې ډاډ څرګند کړ.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو رییس پر وینا، چې له دغې هوکړې سره سم به سل لوی ښوونځي لس لس تنه او ۲۸۴ نور ښوونځي به پینځه پینځه تنه زدهکوونکي جذب کړي، چې په ټوله کې ۳ زره او ۴۲۰ تنه کېږي. د یو ښوونیز کال لپاره د دغه تړون لګښت شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ کېږي.
نوموړي د خصوصي ښوونځیو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې له ګاونډيو هېوادونو ټول راستانه شوي سند لرونکي کسان به په رسمي ډول دغو ښوونځیو ته وپېژندل شي او دا لړۍ به په راڼه ډول مخکې لاړه شي.