په ننګرهار کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست په همکارۍ د دغه ولایت په پیچراګام ولسوالۍ کې یو ښوونځی د مهاجرینو چارو رییس او سیمه ییزو وګړو په شتون کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه ښوونځی پر ۵ جریبه ځمکه په دوه پوړیزه ودانۍ کې، چې ۱۲ درسي خونې، دوه اداري خوني، یوه ازمایښتي خونه، کمپیوټر لب، د اوبو رسولو شبکه او د لمریزې برېښنا سیسټم لري، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د سید شیرزاد ساختماني شرکت له لوري د ۲۸۵ زرو امریکایي ډالرو پر ارزښت جوړ شو.
د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس ملا عزیز الرحمن سرحد د یاد ښوونځي د جوړولو په برخه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هڅې وستایلې او له نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه یې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د ورته بنسټزو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه، چې ټولو موسسو ته به د اسلامي امارت له اصولو سره سم د ننګرهار په ټولو سیمو کې راستنو شویو ته په پوره ډاډ د خدمت کولو زمینه برابره کړي.