روانه اونۍ ۴ ولایتونو کې تر ۳ زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
روانه اونۍ په کابل، بلخ، بغلان او بادغیس ولایتونو کې له ۳ زره ۸۰۲ راستنو شویو، بېځایه شویو، زیانمنو کورنیو او کوربه ټولنو سره د نغدي، خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ولایتونو د راپورونو له مخې، د کورنیو او نړۍوالو بنسټونو له لوري کابل کې له یو زر ۴۷۲ کورنیو سره ۷ قلمه خوارکي توکو، یوې یوې خېمې او ۳ میلیونه ۸۹۵ زره او ۶۹۵ افغانیو نغدي، بلخ کې یو زر ۴۴ کورنیو سره ۷ قلمه خوراکي توکو، د ژمنیو کالیو کڅوړو او ۶۵۷ زره ۷۰۰ افغانیو نغدي، بغلان کې ۸۶ کورنیو سره یو میلیون ۱۴ زره او ۹۰۰ افغانۍ او بادغیس کې یو زر ۲۰۰ کورنیو سره ۵ زره افغانیو نغدي او ۵ بوجیو غنمو مرسته وشوه.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري په فراه کې ۵۹ کم عمره ماشومانو سره ۷۸۰ زره ۲۷۵ افغانۍ او بادغیس کې ۵۰ تنو مېرمنو سره د حرفوي زدهکړو برنامو کې د شمولیت په موخه ۹۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.