سرپل او جوزجان کې زرګونو کورنیو ته د نغدي مرستو او غنمو وېش لړۍ پیل شوه
د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ تېره ورځ د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او سیمهییزو مسوولینو له لوري په سرپل او جوزجان کې ۴ زره ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د نغدي مرستو او غنمو وېش لړۍ پیل شوه.
د یادو ولایتونو د مهاجرینو چارو مسوولینو په خبره، په دغو مرستو کې ۵ بوجۍ غنم او ۵ زره افغانۍ نغدې پیسې شاملې دي، چې د دولتي ادارو د یوه ګډ پلاوي له لوري به په سرپل کې ۲ زره ۲۰۰ او جوزجان کې به ۲ زره ۲۰۰ راستنو شویو کورنیو ته ووېشل شي.