په میدان وردګو کې راستنو شویو کورنیو ته د ځمکې وېش پیل شو
د میدان وردګو د مهاجرینو چارو ریاست د ځمکې وېش ولایتي کمېټې په همکارۍ ۷۵ راستنو شویو کورنیو ته د ځمکې وېش پیل کړ.
د دغه کار موخه د راستنو شویو لپاره د دایمي استوګن ځایونو برابرول او د هغوی د سرپناه ستونزې حلول و.
د یاد ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالرحمن هاشمي د ځمکې وېش د ارزونې او څارنې په موخه د ځمکې وېش ولایتي کمېټې په ناسته کې ګډون کړی و او د ښه نظم، شفافیت او د دغې لړۍ د چټکتیا په برخه کې یې لازمې لار ښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ځمکې وېش باید له اصولو سره سم تر سره او په عادلانه ډول هره کورنۍ ترې برخمنه شي.
د کمېټې مسوولینو د ځمکې له وېش څخه ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د مهاجرینو لپاره ټاکل شوې سیمه له ښار څخه په مناسبه فاصله کې ده او اړوندې ادارې هڅه کوي، چې دغه سیمه د امکان تر حده په منظم پلان، ښاري اصولو او بنسټنزو خدمتونو سمباله کړي.
د مهاجرینو چارو ریاست مسوولینو ډاډ څرګند کړ، چې د ځمکې وېش به له هر ډول تبعیض څخه پرته په پوره شفافیت او دقیقې څارنې سره تر سره شي.
راستنو شویو کورنیو له اسلامي امارت او اړوندو ادارو څخه د دایمي سرپناوو جوړولو له امله مننه وکړه.