د لغمان په سرخکان موقتي کمپ کې له مهاجرینو سره د لسګونو ترپالونو، خېمو او کمپلو مرسته وشوه
د لغمان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د راپور له مخې، د یاد ولایت په سرخکان کمپ کې د مهاجرینو، اقتصاد، له طبیعي پېښو سره د مبارزې، صنعت او سوداګرۍ او د کلیو بیا رغونې رییسانو په شتون کې له مهاجرینو سره د ۴۰ خېمو، ۵۰ کمپل او ۱۰۰ ترپالونو مرسته وشوه.
دا مرستې د راستنو شویو اوسنې وضعیت ته په کتو، په دغه ولایت کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې له لوري وشوې.
په کمپ کې مېشتو مهاجرینو له مرستو مننه وکړه او ویې ویل: دغه مرستې د ژمي په سړو ورځو کې د هغوی لپاره ډېر ارزښت لري، همدارنګه هغوی د نورو خېمو، ژمني وسایلو، خوړو او روغتیايي مرستو غوښتنه وکړه، تر څو ژمي په اسانۍ سره تېر کړي.