د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لخوا د کډوالۍ د دایمي حل لپاره د جوړې شوې طرحې د مسودې د چارو بشپړولو په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه د رامنځته شوي کاري ګروپ ګډه ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۲۱:۰
ـ

دغه ناسته، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د محترم وزیر مولوي عبدالکبیر په مشرۍ ترسره شوه، د اړوندو وزارتونو اداري مرستیالانو او استازو پکې برخه اخیستې وه.
د ناستې په پیل کې محترم مولوي عبدالکبیر د ادارو معینانو او استازو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته ۶،۸ میلیونه افغانانو له ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو څخه په جبري او داوطلب ډول راستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
محترم وزیر زیاته کړه، چې په افغانستان کې ثبات او پر ټولې جغرافیې د اسلامي امارت واکمني د کډوالۍ د کمېدو سبب شوې او بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
محترم وزیر د وینا پر دوام وویل، چې د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه اوسي او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو تر منځ به پر همغږۍ سربېره د مرستو جلب، اړتیاوو پېژندل او کاري ساحه روښانه کړي.
د ناستې پر دوام د پوهنې، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، عامې روغتیا وزارتونو، افغان سرې میاشتې او د کابل ښاروالۍ معینانو او د ادارو استازو د کډوالۍ د دایمي حل د طرحې د مسودې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د یادې مسودې د غني کولو په موخه جوړه شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د مسودې متن له ادارو سره شریک کړي او د راتلونکې ناستې لپاره چمتووالی ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته