د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت د جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه

sadam_morr
جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۱ - ۲۱:۳
_

محترم مولوي عبدالکبیر پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادې مدرسې د حدیثو د لویې دورې په فراغت غونډه کې د وینا پر مهال په هېواد کې پراخ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه وبلله او د اسلامي امارت واکمني یې د افغان ولس لویه هیله یاده کړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې تر شل کلنۍ مبارزې وروسته، چې مهم هدف د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قیام و، الحمد الله دواړه موخې ترلاسه شوې دي.
ښاغلي وزیر د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دیني زده کړو د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت مهم خدمت وباله او زیاته یې کړه، چې افغانان له هېواد بهر د دیني زده کړو لپاره سفر ته اړ نه دي.
 محترم مولوي عبدالکبیر د اشغالګرو د تېریو له امله مهاجرت ته په اشارې وویل، چې افغانانو د اسلامي ارزښتونو او افغاني عنعناتو د خوندي ساتلو لپاره د خپلو سرونو او مالونو قرباني ورکړه او مهاجرت ته اړ شول.
محترم وزیر پر نړیوالو او ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، چې له مهاجرینو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او اجازه دې ورکړي، چې په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.
ښاغلی وزیر د کونړ په زلزله کې د هېوادوالو مرستو ته په اشارې سره د افغانانو د خپلمنځي یووالی ستاینه وکړه او د هېواد د پرمختګ لپاره یې د هغوی یو موټي کېدل اړین وبلل.
محترم وزیر د وینا په پای کې یو ځل بیا فارغو شویو ځوانانو ته مبارکي وویله او یادونه یې وکړه، چې افغان ولس روزل شویو ځوانانو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته