په لغمان کې راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې وېش، د بېوزلو او بې سرپناه کورنیو د پېژندلو په موخه د ولایتي کمېټې ناسته وشوه

sadam_morr

په لغمان ولایت کې راستنو شویو کډوالو ته د ځمکې د وېش او د بې سرپناه او بېوزلو کورنیو د پېژندلو په موخه د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس مولوي رحمان بلال په مشرۍ او د کمېټې د غړو په کډون د ولایتي کمېټې ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د ځمکې د وېش لپاره د ۹ زره کورنیو د ثبت پروسې اړوند نظرونه شریک شول، تر څو د ثبت پروسه په لنډ وخت کې بشپړه شي.
د غونډې پر دوام د کمېټې غړو د  پرمختګ په اړه خپل نظرونه شریک کړل او لازمې پرېکړې وشوې.