په تورخم عمري کمپ کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د لړم میاشتې په ۵مه نېټه د ننګرهار ولایت په تورخم عمري کمپ کې د ملگرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق ( یونېسف) له لوري د ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولایت کډوالو چارو ریاست د راپور له مخې د یادې شبکې په پرانیست غونډه کې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزیر محترم ملا محمد یونس اخند ګډون کړی و او دا چاره د راستنو شویو کډوالو په روغتیایي برخه کې اغېزمنه وبلله.
د یاد ولایت د کډوالو چارو رییس باز محمد عبدالرحمن پر وینا د اوبو رسولو په دغې شبکه کې له لمریزې برېښنا ګټه اخیستل کېږي او د زر مکعب مټرو په اندازه د اوبو دوه ذخیرې لري، چې له امله به یې شاوخوا ۱۰۰ زر تنه له پاکو اوبو څخه برخمن شي.