دایکندي ولایت کې د پوهاوي برنامه ترسره شوه
د دایکندي ولایت د مهاجرینو چارو آمریت د افغانستان ودان خیریه مؤسسې په همکارۍ د میزان په ۱۶مه نېټه د ۳۰ تنو بېرته راستنېدونکو، بېځایه شوو او کوربه ټولنې د غړو لپاره د عامه پوهاوي یوه برنامه ترسره کړه.
یاده برنامه د دایکنډي ولایت د مرکز په اړونده سیمه کې جوړه شوې وه، چې پکې ګډونوالو ته د قانوني مسایلو، تذکرې او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو د ګټو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.