د هیواد په ۸ ولایتونو کې څه باندې ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

په تېره یوه اونۍ کې په کابل، غزني، بادغیس، بغلان، جوزجان، ننګرهار، بلخ او سرپل ولایتونو کې ۵۵۶ بې‌ځایه شوو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې او خیمې ووېشل شوې.
په غزني کې ۱۳۶ کورنیو ته ۲ میلیونه ۱۱۵ زره او ۴۰۰ افغانۍ، په بادغیس کې ۱۵ کورنیو ته ۵۴ زره او ۵۱۰ افغانۍ، په بغلان کې ۳۸ کورنیو ته ۴۳۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ او یوه خیمه، په کابل کې ۱۱۶ کورنیو ته ۲ میلیونه ۵۳۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ او یوه خیمه، په جوزجان کې ۱۵ کورنیو ته ۲۱۵ زره افغانۍ، په ننګرهار کې ۱۶۰ کورنیو ته ۲ میلیونه ۵۷۶ زره افغانۍ، په سرپل کې ۳۴ کورنیو ته ۵۹۵ زره افغانۍ او په بلخ کې ۴۲ کورنیو ته ۷۷۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرستې د همکارو بنسټونو له لوري له سروې وروسته ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې په دایکندي ولایت کې ۵۶ اړمنو کسانو ته ۱۷۶ زره او ۵۷۰ افغانۍ، په کابل ولایت کې ۹۹ کسانو ته د مدني اسنادو د تر لاسه کولو لپاره ۹۹ زره افغانۍ او په بدخشان ولایت کې ۱۸ راستانو شویو کسانو ته ۴۵۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ نغدي مرستې د همکارو بنسټونو له لوري له سروې کېدو وروسته ورکړل شوې