د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د ننګرهار او بغلان ولایتونو له څو تنو علمای کرامو او قومي مخورو سره وکتل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۳۷
-
د پیل په ناسته کې د بغلان قومي مخورو، له ولسونو سره د اسلامي امارت د مشرانو د همکارۍ ستاینه وکړه او وې ویل، چې د حکومت لخوا د ولس وړاندېزونو ته رسېدنه د خلکو د خوښۍ سبب شوې ده.
د ناستې پر دوام دغو مخورو او مشرانو په خپلو سیمو کې د یو شمېر پراختیايي چارو پيل ته په اشارې سره، له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې د بغلان په جري خشک کې د جامع جومات جوړولو ته مالي امکانات ځانګړي کړي.
همدارنګه د ننګرهار د اچین، غني خيلو او سپین غر ولسوالیو قومي مشرانو او علماوو پر هېواد د بهرنیانو وروستی یرغل او جګړې د ولس د اقتصاد د خرابېدو سبب یاد کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت دې د بې وزلو او شهیدانو له کورنیو سره مرستې وکړي.
همدارنګه د ننګرهار دغو قومي مخورو او مشرانو د ځینو حکومتي چارو په هکله خپل نظرونه او مشورې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او علماوو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې له توپير پرته د هرې سیمې د وګړو وړاندېزونه اورېدل کېږي او اسلامي امارت هم د خلکو د غوښتنو پر بنسټ عامه پروژې پلي کوي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د ولس ګډ کور دی او حکومت د خپلو چارو پر مخ وړلو لپاره د خلکو مشورو او مثبتو نظروتو ته اړتیا لري او یادونه یې وکړه، چې د ناستو په لړ کې شریکو شوو وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به له ممکنو شرعي لارو هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته