د بغلان ولايت والي د موسساتو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د وږې میاشتې په ۱۲ مه نیټه په بغلان ولایت کې د شمال او شمال ختيځ زون د همکارو موسسو استازو، اړوندو دولتي ادارو او د بغلان د کډوالو رياست د همغږۍ ناسته د یاد ولايت د والي په دفتر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د درېيو ولسواليو (دشت ارچي، چهار دره او بغلان مرکزي) لپاره د موسسو د نويو پروګرامونو په اړه، چې د لوړې کچې د راستنېدونکو مهاجرينو د ستونزو او اړتياوو د حل په موخه (د کارموندنې فرصتونه، لومړنۍ اړتياوې، د ماينونو د خطرونو په اړه د پوهاوي، بنسټيز خدمتونه، تعليم او روزنه او د اوبو رسولو) په برخو کې د ۲۲ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د راتلونکو دوو کلونو لپاره به پلي او عملي کېږي، چې په یاده غونډه کې پرې بحث وشو.
د همکارو موسسو استازو د ولايت له مقام او سکتوري ادارو څخه د امنيت د تامين او پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او د پروګرامونو او پروژو د غوره پلي کولو او ګټې اخيستنې لپاره د دوامداره او پرله پسې څارنې غوښتنه یې وکړه.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسيدګۍ او پروګرامونو د پلي کولو له امله خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې يې د هر ډول همکارۍ او همغږۍ ژمنه وکړه.
په پای کې، د بغلان مرکزي ولسوالۍ ولسوال د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو عمده ستونزې، لکه د سړکونو جغل اچونه، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، د سرپناه نه لرونکو راستنېدونکو لپاره موقتي سرپناه او روغتيايي مرکز جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ ترڅو د ولايت د مقام په همغږۍ او د موسسو په ملاتړ د دغو ستونزو د حل لپاره اړين اقدامات وشي، چې دا موضوع د ناستې د ګډونوالو له خوا تاييد او د نظري موافقې وړ وګرځېده.