کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرسيتال لغمان ولات ته سفر وکړ
د کډوالو او راستنېدونکو چارو زارت مالي او اداري مرستيالې احمد ولي حکمي لغمان ولايت ته د داخلي بېخايه شوو او راستنېدونکو وضعيت څېړولو په موخه ته سفر وکړ. په ياد سفر کې د ښاغلي حکمي سره د بشري سرچينو رئيس عبدالخق موسوي او تخنيکي سلاکار شجاع الدين رفيع هم شتون درلود چې دلغمان ولايت والي محمد اصف ننګ سره يې د داخلي بېځايه شوو او ارستنېدونکو کډوالو پر وضعيت خبرې وکړې.
ښاغلي ننګ مالي او اداري مرستيال ته د ښه راغلاست ترڅنګ د داخلي بېځايه شوو په اړه معلومات ورکړل ويې ويل، چې د ژمي په رارسېدو سره يادې کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. ښاغلي حکمي وويل، د کډوالو چارو وزارت په پام کې لري چې 500 داخلي بېځايه شوو او ارستنېدونکو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي او لغمان ولايت به هم په پلان کې شامل کړي ترڅو د مرستو څخه برخمن شي.
د ويلو ده چې تردې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال احمد ولي حکمي د کنړ ولايت د داخلي بېځايه شوو وضعيت څېړلواو لغمان ولايت د کډوالو و راستنېدونکو چارو رياست د تعمير د جوړولو په موخه رسمي سفر کړی و.