کډوالو وزير د تخار والي سره وليدل

sadam_morr
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۹:۵۴

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزيرتخار ولايت دوالي عبدالحق شفق سره د تېرې چهارشنبې په ورځ د زمري په ۹مه په کډوالو چارو وزارت کې د تخار ولايت د داخلي بېځايه شوو وضعيت د ښه والي په اړه خبرې اترې وکړې.

عبدالحق شفق په لومړي سرکې د تخار ولايت د بېځايه شوو د وضعيت او ستوزو په اړه وويل، ياد ولايت ۷۶۰۰ بېځايه شوي لري، چې ۷۰ ٪ بېځايه شوي يې  سروې شوي او ۳۰٪ يې سروې کېږي. نوموړي زياته کړه، چې بېځايه شوي د سرپناه د نشتوالي او خوراکي موادو د کمښت سره مخ دي دکډوالو چارو وزارت او اړ وندو ادارو څخه د زياتې پاملرنې غوښتونکی شو.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دتخار ولايت د بېځايه شوو د وضعت د راپور اورېدو وروسته  ژمنه وکړه، چې ددې ولايت د داخلي بېځايه شوو ستونزو ته به لاس رسی وکړي.

ښاغلي بلخي لارښوونه وکړه، چې بېځايه شووته دې يوه ځانګړې برنامه جوړه شي او د بېځايه شو ته يې د یو ګودام د جوړېدو ژمنه وکړه ويې ويل، چې په دې برخه کې به هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۶ - ۱۰:۵۰
Background image

تېره اونۍ په ټول هېواد کې له شپږزو څخه زياتو کورنيو سره مرستې شوي

تېره اونۍ په ټول هېواد کې له ۶۵۱۹ مسحقو بېځايه شوو کورنيوسره دمرستندويه ادارو له لورې دکډوالو چارو وزارت په همغږۍ دمرغومي د ۲۸مې نېټې څخه د سلواغې تر درېيمې نېټې پورې ژمنۍ مرستې شوي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۵:۱۳
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيالې د نړيوالو بنسټونو سره د سولې وروسته راستنېدو په اړه خبرې وکړې

د کډوالو او راستننېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيالې ډاکټرې عالمې په کابل کې د يوشمېر نړيوالو بنسټونو د استازو سره د سولې وروسته راستنېدو په اړه خبرې وکړې. دپناه غوښتونکو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲ - ۱۳:۳۱
Background image

د پناه غوښتونکو مرستيالې د ډنمارک سفارت دکډوالۍ برخې له مسؤل سره وليدل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکومرستيالې ډاکټرې عالمې په افغانستان کې د ډنمارک هېواد د کډوالۍ برخې د مسؤل سره په ډنمارک کې د افغان کډوالووضعيت ښه والي په اړه خبرې وکړې. . .

بېرته خبرونه ته