کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د لاس رسي په برخه کې دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳ - ۱۲:۱۹

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دملګرو ټولنيزې او پراختيايي او د بشري خيريه موسسو سره راستنېدونکو کورنيو ته د لاس رسي په موخه هوکړه ليکونه لاسليک کړل.
دغه هوکړه ليکونه د تېرې شنبې په ورځ د وږي په ۲مه د کډوالو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ سرپرست مرستيال مهرخدا صبار او د يادو موسسو د مسولينو له لورې په دغه وزارت کې لاسليک شول.

د هغه هوکړه ليلک پر اساس چې د کډوالو وزارت او د ملګرو ټولنيزې او پراختيايي موسسې ترمنځ لاسليک شوی، دغه موسسه په کابل، لوګر او پکتيا ولايتونو کې د هغو ولايتونو د کډوالو چارو رياستونو په همغږۍ اړمنو راستنېدونکو کورنيو ته نغدې پيسې ووېشي.ددې پروژې ټول لګښت دوه ميلونه ۹۶۶ زره ۲۰۱ افغانۍ کېږي چې د خوراک نړيوال سازمان له لورې ورکول کېږي.
همدارنګه د بشري خيريه موسسې سره د يو هوکړه ليک پر بنسټ به په کندز ولايت کې ۲۷۰ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د پاکو اوبو د زمينې برابرولو، د ۴۰ کورونو جوړولو او يو اندازه نغدو پیسو د وېشپه برخه کې همکاري کوي، ددې پروژې لګښت ۳۱ ميلونه ۸۸۲ زره ۷۶۵ افغانۍ کېږي چې د (CORD AID)ادارې لخوا ورکول کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته