په پاکستان او ایران کې د مهاجرینو له اتشو سره انلاین ناسته وشوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۹:۴۱
_
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني او د وزارت یو شمېر رئیسانو په پاکستان کې د اسلام اباد، پیښور، کوټې او په ایران کې د تهران، مشهد او زاهدان د مهاجرینو اتشو له مسولینو سره انلاین ناسته وکړه
په دغه ناسته کې په ایران او پاکستان کې د مهاجرینو په عمومي وضیعت، ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې
د اتشو مسولینو د مهاجرینو وضیعت، فعالیتونو او مهاجرینو ته د وړاندې شوو خدماتو په هکله ښاغلي حقاني ته معلومات وړاندې کړل او خپلې اداري ستونزې او اړتیاوې یې شریکې کړې
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې دوی ته د اړتیاو پوره کولو ډاډ ورکړ او د لوی سفارت او نورو اړوندو ادارو سره د همغږۍ سپارښتنه یې ورته وکړه
نوموړي اوویل، مونږ هڅه کوو، چې په کوربه هېوادونو کې د پاسپورت او تذکرې اسانتیاوې رامنځته کړو
ښاغلي حقاني یادو مسولینو ته په کارونو کې د چټکتیا او شفافیت ترڅنګ د اسلامي شریعت او د رسول - صلی الله علیه وسلم- د سنت طریقو په پابندۍ ټینګار وکړ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د بېځایه شویو او راستنو شویو ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په موخه دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو لپاره د ښځو او د افغان مېرمنو د یووالي پرمختیايي موسسو سره د ۶۲۲ زره ۷۰۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان پراختیا لپاره د هوساینې انجمن (WADAN)موسسې سره د ۴۹۸ زره او ۳۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مقام د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازو سره د راستنو شویو او بېځایه شویو وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې  او. . .

بېرته خبرونه ته