له بېځایه شویو سره مرستې باید د وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنا غوښتونکو مرستیال وفي الله  کاکړ په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو کمېټې له استازو سره په ناسته کې وویل :له بېځایه شویو سره مرستې باید د وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري، په ځانګړي توګه په هلمند او کندهار کې. "

نوموړي له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې له بېځایه شویو سره دې له(۳۲ نه تر ۴۸)ساعتونو پورې د خوراکي موادو او سرپناه په برخه کې مرستې وکړي.

همدارنګه ښاغلي ګاکړ د کډوالو وزارت له مالي ملاتړ کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې له دې وزارت سره دې د مرستو د وېش د اسانتیا په برخه کې دې د کډوالو وزارت سره خپله همکاري لا زیاته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې په پېښور کې له افغان جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت خبرې وشوې، ښاغلي حافظ محب الله شاکر وویل، چې په پاکستان کې د کډوالو ثبت لړۍ کې افغان راستنېدونکي له سختو ستونزو سره مخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۶
Background image

تېره میاشت لسګونو زرو کسانو سره د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې وشوې

تېره میاشت د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له ۸۵ زره ۷۴۷ تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره د ۳۴۴ میلیونه ۶۲۹ زره ۸۷۳ افغانیو په ارزښت مرستې وشوې.
دغه مرستې، چې نغدي، خوراکي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د ګډو برنامو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شول

د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه له اداره باز سازي دهات افغانستان، واسا موسسو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونو ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه. . .

بېرته خبرونه ته