د کډوالو چارو وزیر د بغلان د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره ولیدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۹
_

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او د پکتیکا ولایت د زېړوک له ولسوال سره ولیدل.
په دې ناسته کې د بورکې ولسوالۍ قومي مشرانو خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې ولسوالۍ کې یې د مهاجرینو د ستونزو حل لپاره د پراختیايي چارو د عملي کېدو غوښتنه وکړه. هغوی دغه راز د کډوالو د هرکلي لپاره د اسلامي امارت له هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په یاده سیمه کې دې د ښوونځيو، کلینیکونو او سړکونو رغولو ته پاملرنه ډېره شي.
همدارنګه د پکتیکا ولایت د زېړوک ولسوالۍ ولسوال په دې ولایت کې د مهاجرینو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې په دې ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. هغه وویل، چې زېړوک یوه غرنۍ او زلزلو ځپلې سیمه ده، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر له راغلیو مېلمنو د مننې تر څنګ وویل، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره به اساسي اقدامات وشي. هغه وویل، چې اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو حل او ورسره مرسته خپل لومړیتوب ګرځولی او ټولې ادارې به په پوره همغږۍ خپلې چارې ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته