د کډوالو چارو وزير په يو رسمي سفر پاکستان ته و لاړ

sadam_morr
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۱:۲
وزیر امور مهاجرین

Bottom of Form

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د سيمه اييزو حل لارو د درې اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو او په ايران او پاکستان کې دمېشت افغان کډوالود وضعيت په اړه د خبرو په موخه د يکنشبې په ورځ د غبرګولي په ۲۶مه له غرمې ورسته له يو لوړ پوړي پلاوي سره اسلام آباد ته ورسېد.

په پام کې کې ده چې دکډوالو چارو وزير د افغانستان په استازيتوب په درې اړخيزه او څلور اړخيزه ناستو پاکستان، ايران او دملګرو ملتونو دکډوالو اد اره (UNHCR)  ګډون وکړي او دافغان کډوالو د وضعيت په اړه د جوړې شوې اجنډا اړوند خبرې اترې وکړي.
نوموړی به همدارنګه دخپل پاکستاني سيال سره په هغه هېواد کې دمېشتو افغان کډوالو د وضعيت ښه والي په موخه خبرې اترې وکړي.

نوموړی د پاکستان په نړيوال هوايي ډګر کې د هغه هېواد د لوړ پوړ چارواکو له لورې د تود هرکلي سره مخ شواو دناستې تر ځای پورې يې بدرګه کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

مهاجرینو وزارت له یوې موسسې سره د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اړمنو کورنیو د ملاتړ او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هماهنګي کمک های انساني موسسې تر منځ د ۸۴۷ زره ۷۴۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د لوګر له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره وکتل

ښاغلي ایوبي په دغې ناسته کې، چې د لوګر د کډوالو چارو رییس هم ور سره مل و، په یاد ولایت کې د راستنو شویو د وضعیت او شویو مرستو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه په. . .

بېرته خبرونه ته