د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په داسې حال کې چې د اسلامي امارت څو تنو نورو چارواکو هم حضور درلود د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره وکتل.

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۵۷
-
 
په دې ناسته کې چې د کابل او اسلام اباد پر اړیکو او د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې، د پاکستان د جماعت اسلامي غړو، په افغانستان کې د سولې او ټېکاو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغانستان حالت د ډاډ وړ ګرځيدلی دی.
دغو پاکستاني علماوو د اسلامي ټولنو پر یووالي په ټينګار سره یادونه وکړه، چې په افغانستان کې د اسلامي نظام په ټېنګښت سره هیله لري، چې افغان حکومت نورې نړۍ ته یوه ښه بېلګه شي.
د ناستې پر دوام له پاکستان څخه راغلي یاد پلاوي د افغان او پاکستاني علماوو نږدې اړیکې اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د شته ستونزو د حل په موخه باید خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په تېرو څو لسیزو کې، له افغانانو سره یې د پاکستان د ولس د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې د اسلامي امارت د همکارۍ لمن پراخه ده او د ستونزو د حل په برخه کې خبرو او دیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي.
محترم مولوي عبدالکبیر د سیمي حالت ته په کتو یادونه وکړه، چې کابل او اسلام اباد باید په سوله کې ژوند وکړي او څرګنده یې کړه، چې د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی دی.
محترم وزیر له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندیښنې وړ یاد کړ او په وینا یې چې دا ډول کړنې باید تکرار نه شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته