د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د بریټانیا د سفارت له شارژدافیر رابرت ډکسن او د افغانستان لپاره د هغه هېواد له نوي ټاکل شوي استازي ریچارد لینزي سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۴/۲۷ - ۱۴:۳۲
-
دغه ناستې چې له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول د راستنو شویو افغانانو لاس نیوي او بشري مرستو ته ځانګړې شوې وه، ښاغلي رابرت ډکسن د بریتاینا له دیپلوماټانو سره د اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د بریټانیا حکومت د افغان راستنېدونکو د لاسنیوي په موخه يو اعشاريه يو (1.1) میلیارده افغانۍ مرسته کړې ده، چې د ملګرو ملتونو د ادراو لخوا به مصرف شي.
نوموړی وویل، چې لندن به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه به له اسلامي امارت سره خبرې او لیدنې دوام ولري.
د ناستې پر دوام د افعانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي له اسلامي امارت سره د نړۍ پر اړیکو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې شته مسائل باید د خبرو له لارې حل شي.
محترم مولوي عبدالکبـیر د بریټانیا ډيپلوماتانو ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د لندن له بشري مرستو ستاینه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د خدمت په موخه لاس په کار دی او دا مهال په پولو کې اړتیا وړ خدمات راستنېدونکو ته وړاندې کېږي.
نوموړي څرګنده کړه، چې افغان راستنېدونکي په خپلو سیمو کې د مېشت کېدو په موخه بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
محترم وزیر د کډوالو د ښارګوټو په ابادولو کې د بریټانیا د حکومت د مرستې غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ښارګوټو په رغولو سره به د بیاکډوال کېدو مخنیوی وشي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د افغانستان په تړاو د نړۍ اندېښنو ته رسیدنه کړې او د بریټانیا په ګډون غربي هېوادونه باید د اسلامي امارت په رسمیت پيژندنه کې نور ځنډ ونه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د ۱۸۰ زره او ۵۹۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د افغان ښځو لپاره د ښځو (WAW) موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار، کونړ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۲۰:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د ډیپلوماټیک ماموریت له مشر ښاغلي سادین ای یلدز سره وکتل

په دغې لیدنه کې، چې د دوو اړخېزو همکاریو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې وشوې، ښاغلي ای یلدز وویل: افغانستان د ترکیې د دولت لپاره ځانګړی ارزښت لري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

د مهاجرینو وزارت مالي او اداري معین: کارکوونکي باید د خدمت کولو تر څنګ د اخلاص او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي

نن د ماسپښین تر لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري چارو کې د اخلاص، ښه نیت او مسوولیت پېژندنې. . .

بېرته خبرونه ته