د پاکستان له زندانونو لسګونو افغان مهاجر خوشې شول
د پاکستان د سند ايالت له يوه زندان څخه د (۵) کورنيو په ګډون (۴۰) تنه بنديان خوشې شول.
ياد کسان په پاکستان کې د افغانستان سفارت او د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په هلو ځلو د کراچۍ د استناف محکمې په حکم له بنده خوشې شول.
له زندانه خوشي شوي افغان بنديان به ډېر ژر د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شي.
دغه راز د پاکستان په لنډي او پچه زندانونوکې د ( ۱۶۰) افغانانو د خوشې کولو لړۍ هم د اداري طی مراحلو لاندې ده او په دوه درې ورځوکې به اړونده محاکمه د هغوی د خوشې کېدو حکم صادر کړي.
په اسلام آبادکې د مهاجرينو چارو وزارت د اتشې په خبره خوشې شوي بنديان سپين بولدک ته لېږل شوي او د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د سپين بولدک د مهاجرينو آمريت ته سپارل شوي دي.
د ويلوده، چې د افغانستان سفارت او په اسلام آباد کې د مهاجرينو چارو وزارت داتشې په هلو ځلو تېرې يوې نيمې مياشت کې سلګونه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشوي شوي اوهېواد ته راستانه شوي او د پاتې نورو بنديانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.