د وزارت د هوکره لیکو کمېټې ناسته ترسره شوه
دغه ناسته چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د وږي په (۲۳) مه ترسره شوه، پکې هغه هوکړه ليکونو په اړه خبرې وشوې، چې د وزارت مرستندويه موسسو ترمېنځ لاسليک کېږي.
د وزارت مسلکي مرستيال وويل: د پلي کوونکو موسسو اداري لګښتونه دې نظر کاري فعاليتونو ته غور سره وڅېړل شي او په عمومي ډول دې کم شي، ترڅو ډېره برخه يې مستحقوکورنيو ته ورسېږي.
نوموړي دغه راز خپلو اصلي سيمو ته د بېځايه شوو پر راستنېدو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، چې خپلو سيموته د ستنېدو د هېڅونې په موخه بايد بېځايه شوو سره بشري مرستې ترسره شي، ځکه په ښارګوټو کې د ډېرو خلکو استوګنه د خدماتو د کمښت سبب ګرځي.
په ورته وختکې د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د رسېدو رئيس سردار محمد شېرزاد وويل چې د مهاجرينو وزارت هڅه کوي، چې د کابل په کمپونو کې ټول بېځايه شوي خپلو اصلي سيموته ولېږل شي.