د مهاجرینو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د ناروې د مهاجرینو ټولنې له مسؤل سره ليدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۲:۲۴
ـ

د مهاجرینو چارو وزارت د دفتر رييس او د وزارت سرپرست الحاج محمد اجمل ویاړ د افغانستان لپاره دناروې د مهاجرينو ټولنې له رييس ښاغلي نيل ترنر سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې الحاج محمد اجمل ویاړ د تېرو او وروستيو کلونو د هوکړه ليکونو، د ياد دفتر د پروژو د ځنیو برخو د ځنډېدو او د پروژو لاندې سيمو کې د موجوده شکايتونو یادونه وکړه ويې ویل، چې د يادې ټولنې دفتر باید سروې، د مرستو وېش، په سرحدونو کې بېځایه شوو او راستنېدونکو ته د مرستو د کميت او کيفيت،د پروژو د ځنډولو لاملونه او نور اړوند مسایل باید د مهاجرینو چارو وزارت سره همغږي شي.
هغه زیاته کړه، په یو شمېر ولایتونو کې د خلکو ستونزې د هغو ولایتونو په پرتله ډېرې دي،په کومو کې چې د ناروې ټولنه فعاله ده او که د ساحو د انتخاب په اړه له وزارت سره مشوره او هوکړه  وشي، پایلې به یې ښې وي او ټولنه باید د خپلې هرې پروژې لپاره د وزارت سره هوکړه ليک ولري.
د ناروې د مهاجرینو  ټولنې رئیس ښاغلي ترنر د دغه دفتر د بې پرې فعالیتونو، د هوکړې پرموجوديت، مشورې او دهمغږيو  پر شتون ټینګار وکړ ویې ویل، په هره برخه کې چې د مهاجرینو وزارت نظر او غوښتنه ولري، هوکړې، همغږۍ او د ستونزو حل ته حاضر دي او چمتو دي چې د پروژو تخنیکي مسایل په تخنیکي غونډو کې مطرح کړي.

او همدارنګه دپلان  او پالېسۍ رئیس قاري احمدالله هاشمي د پروژو د طرحې او مشخصاتو، د مرستو او کومکي موادو د کميت او کیفیت، د خلکو د شکايتونو د موجوديت، د وېشل شوو د وزارت د حقوقي سلاکار او د مسلکي معينيت سرپرست مولوي محمود الحق احدي مرستو په برخه کې د بې غورۍ او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه دسروې شوو کسانو په شمېر کې د تضاد په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، که چېرې د پروژو له پلي کېدو وړاندې په یادو شوو مواردو کې تفاهم، مشوره او همغږي شتون ولري او په هره برخه کې ټولنه په لیکلي ډول وزارت ته خبر ورکړي، د شته ستونزو د حل تر څنګ به دغه مرستې هم اغېزمنې وي.
دغه راز دهرات ولايت  داسلام قلعه آمريت مسؤل  چې په ناسته کې يې شتون درلود په اسلام قلعه کې د راستنېدونکو د مساعدتي موادو لپاره د يخچالونو دبرابرولو، د جبري ډيپورت شوو لپاره د پيسو د مرستې او د کال سنتر د جوړولو غوښتنه وکړه .
د ټولنې مسؤل د وزارت له مسوولينو مننه وکړه او ويې ويل، چې د شته ستونزو د هواري لپاره چمتو دي او په دې موخه به ګډې تخنيکي غونډې جوړې کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته