د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو محترم وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د مرستیال والي ښاغلي مخدوم عبدالسلام سعادت په ملتیا د بغلان سربـېره د پروان او کاپیسا ولاینونو له یو شمېر مسوولینو او مجاهدینو سره وکتل.

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۴
_

په دې ناسته کې د پروان، کاپیسا او بغلان ولایتونو مجاهدینو او ځينو ځایي مسوولینو په یادو سیمو کې روان حالت د ډاډ وړ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت په هڅو، بشپړ امن حاکم دی او ولس له امنیتي ادارو سره ښه همغږي او همکاري لري.
 دغو مجاهدینو اسلامي امارت ته د خپلو وړاندېزونو پر مهال د یادو ولایتونو خلکو ته د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې په موخه د یو لړ پراختیايي چارې د پيل غوښتنه وکړه.
د ناستې پر دوام حاضرو مجاهدینو او مسوولینو د ځینو موضوع ګانو په هکله خپل نظرونه او سلا مشورې له محترم وزیر سره شریکې کړې.

محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان، پروان او کاپیسا مجاهدیتو ته ښه راغلاست وویل او د جهادي دورې پر مهال یې د هغوي قربانۍ او هڅې د قدر وړ وبللې.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د افغان ولس شریک ټغر دی او له توپــــير پرته هر افغان په کې حق لري.
د ناستې په پای کې محترم وزیر د یادو درېیو ولایتونو د مسوولینو او مجاهدینو ته ډاډ ورکړ چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي او حللارې به ورته ولټوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

بېرته خبرونه ته