د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت هیات د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۵
-
د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت د حقوقي ملاتړ ریاست رییس الحاج غلام نبي الله داد خیل ستانکزي په مشری یو هیات بلخ ولایت ته د نویو راستانه شویو مهاجرینو د حقوقي ستونزو د ارزونې په موخه تللی دی.
بلخ ولایت ته استول شوي هیات د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست اړوند اداري خدمتونو ترڅنګ؛ مراجعینو ته د خدماتو د وړاندې کولو کړنې ارزولې او عملاً یې د راستنېدنکو مهاجرینو ستونزې په مرکز او څو ولسوالیو کې له نږدې څارلې دي.
د یاد هیات مشر ښاغلي ستانکزي د مهاجرینو ریاست کارکوونکو ته په اداري جلسه کې ځینې لارښونې کړې او ویلي یې دي، چې هېوادوالو ته په پوره اخلاص، صداقت او امانتدارۍ سره کار وکړئ او په دې یې ټینګار کړی، چې په مرستو او سروې کې دي لومړیتوب په جبري ډول راستنو شویو مهاجرینو او بیا دې په خپله خوښه راستنېدونکو او نورو مستحقینو ته ورکړلی شي.
د بلخ ولایت د مهاجرینو ریاست د داخلي بېځایه شویو آمر مولوي جمعه الدین خبرې وکړې او د ستانکزي په راتګ یې خوښي څرګنده کړه او د مهاجرینو، بې ځایه شویو او راستنېدونکو د حقوقي مسایلو په اړه یې ور سره بحثونه لو مشورې شریکې کړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته