د مهاجرينو چارو وزیر په افغانستان د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال له ځانګړي استازي سره ليدنه وکړه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۴۵
-

د مهاجرينو چارو وزیر الحاج خليل الرحمن حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستيال له ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږه کوونکي ښاغلي دانيل اندريس او مل پلاوي سره په خپل کاري دفترکې ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د افغان مهاجرو په ستونزو، وضعيت، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او زيربطو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولواو موجوده ستونزو پر حل لارو خبرې وشوې.
د مهاجرينو چارو وزیر دیاد سازمان له همکاريو څخه مننه وکړه ويې ویل، د یاد سازمان د همکاريو دوام به ستونزې راکمې کړي.
هغه وویل، زموږ او ستاسې موخه مستحقو او اړمنو ته د خدماتو وړاندې کول دي او هیله مند یو،چې نړيوال همکاران مو خپلې مرستې زياتې کړي.
حقاني زیاته کړه په بېلابېلو هېوادونوکې په ميليونونو مهاجر لرو او له دې سربېره په داخل دهېواد کې سلگونو زره بېځايه شوي لرو،چې بشري مرستو ته اړتيالري اونړيوال بنسټونه دې په سروې او د مرستو په وېش کې هڅه وکړي تر څو مستقو ته ورسي.
هغه په بشري مرستو کې په لاس وهنې انتقاد وکړ ویې ویل، اکثره بنسټونه په سلو کې ٢٠ سلنه مرستې خلکوته وېشي او ٨٠ سلنه نورې حيف اومیل کوي.
ښاغلي حقاني وويل، په ګاونډيو اواروپايي هېوادونوکې افغان مهاجر له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هيله مو داده چې هغوی سره د قانون او اصولو مطابق رويه  تر سره شي او موږ د ملاتړ او همکاريو د پراختيا لپاره دیو میکانيزم د رامنځته کولو غوښتونکي يو، تر څو وکولای شو د مرستو او دنړيوالو سازمانونو ډونرانو ته ځواب ويونکي اوسو.
هغه زياته کړه څلور اړخيزه ناسته بايد تر سره شي او د هغه مطابق د افغان مهاجرو د ستونزو د حل لپاره لازمې کړنې تر سره شي.
ښاغلي دانيل هم د مرستو د وېش په روڼتياټينګار وکړ ويې ویل، موږ هم محدويتونو سره مخ يو او جدي هڅه کو چې حل لاره پیدا کړو، ستاسې پېغام به نورو ته ورسو، د يادو مواردو په اړه به خبرې وکړو اوپه هر حالت کې ستاسې سره همکارۍ ته چمتو يو.
په پای کې د مهاجرينو چارو وزير زياته کړه، د ويلو او اورېدو لاره باید خلاصه وي محدويتونو د دواړو لوريو په زيان دي د نړيوالې ټولنې مو داغوښتنه ده،چې د خدماتو په وړاندې کولو او د بشري مرستو په وېش کې يو له بل سره ګډه همغږي او همکاري ولرو .
دواړو لوريو د همکاريو پردوام، رڼتيا رامنځته کولو او د خدماتو په وړاندې کولو ټينګار وکړ.
په دې ليدنه کې د ښاغلي دانيل اندريس مرستيال ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رييس لیونارد زولو او د یادې ادارې مرستيال او د راپور ورکولو برخې مسؤل هم شتون در لود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته