د مهاجرينو چارو وزير د پلان او پاليسۍ نوی رئيس معرفي کړ

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۵:۱۸
_

د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د مهاجرينو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ نوی ټاکل شوی رئيس مولوي محمود الحق احدي د دغه وزارت  کار کوونکو ته ور وپېژنده.

په يادو مراسمو کې چې په همدې موخه د مرکزي رئيسانو او د پلان او پاليسۍ رياست د کار کوونکو په ګډون ترسره شول، د مهاجرينو چارو وزير وويل، چې د دې کار له پاره چمتوالی او د لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو ترتيب او د هغوی پلي کېدل او څارنه بايد په پوره اخلاص او دقت سره ترسره شي.

حقاني دغه راز د وزارت د بېلابېلو څانګو د کار کوونکو د وړتيا په لوړولو ټينګار وکړ او اړوندو رئيسانو ته يې لارښوونه وکړه، چې د کار کوونکو د وړتيا د لوړولو په موخه دې د دقیق پلان او مشخصو برنامو له مخې بېلابېل ښوونيز کورسونه په لاره واچوي.

د پلان او پالیسۍ تازه ټاکل شوي رئیس محمود الحق احدي د اسلامي امارت د مسؤولينو له اعتماد څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې د اړوندو کار کوونکو په همکارۍ به د کارونو په ترسره کولو کې هر اړخيزې هڅې کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته