د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال د مهاجرت نړيوال سازمان مرستو ته د لاسرسي او د بېځايه شوو د تعقيب د پروګرام له مسؤلينو سره ليدنه وکړه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۲۰:۳
Admin _sadam anwari

      د مهاجرينو چارو وزارت  مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد  په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان بشري مرستو ته د لاسرسي د مسؤل ښاغلي عدنان بغجتي او د بېځايه شوو د تعقيب د پروګرام له مسؤل هنيري کونينن سره  په خپل کاري دفتر کې ليدنه  وکړه.
     ښاغلي عدنان وويل، مخکينۍ ناستې چې د مهاجرينوچارو وزارت له چارواکو سره پخوانيو ناستو زموږ پر فعاليتونو مثبتې اغېزې درلودې او د لاسته راوړنو ډکې وې او په بادغيس ولايت کې ددې ادارې د فعاليتونو د بيا پيل غوښتونکي شو.
     ښاغلي هنيري وويل، چې د سروې موخه نه يوازې د بېړنيو مرستو رسول دي، بلکې د بېځايه شوو لپاره د دايمي حل لارې په موندلو کې هم اغېزمنې دي.
     مولوي راشد وويل، هر بنسټ او موسسه بايد د مهاجرينوچارو وزارت سره په همغږۍ او هوکړې خپل فعاليتونه ترسره کړي، مرستې بايد د هوکړه ليک، تعامل او يا ميکانيزم په وړاندې کولو سره ترسره شي، د وزارت او د هغه مرستندويه بنسټونو ترمنځ چې مرستې ترسره کوي بشپړه همغږي موجوده وي ترڅو وکولای شو چې لوړو چارواکو ته ځواب ويونکي اوسو.
    په دې ليدنه کې د وزارت د دفتر رئيس الحاج قاري محمد اجمل وياړ او د وزارت حقوقي سلاکار محمود الحق احدي هم شتون درلود او په راتلونکي کې يې  د وزارت  سره  د فعاليتونو او جزياتو د شريکولو غوښتنه يې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې له لسګونه بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د هڅو پر دوام، د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د خوراکي توکو د مرستو وسش په لړۍ کې دا ځل ګڼ شمېر راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د مرستو دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

بېرته خبرونه ته