د مهاجرينو چارو وزارت او همکارو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول
د مهاجرينو چارو وزارت او اوو موسسو ترمنځ د همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول.
د يادو هوکړه ليکونو مالي لګښت (۹) ميليونه، (۳۸۸) زره او ( ۷۸۸) امريکايي ډالره دی، چې له مخې به يې په کابل، هرات، فراه، غور، بادغيس، غزني، ميدان وردګ، لوګر، باميان، دايکندي،خوست پکتيا، پکتيکا او قندهار ولايتونو او شمال او شمال ختيځو ولايتونوکې د نغدي مرستو،لمريزې برېښنا، روزنيزو او حرفوي زده کړود مرکزونو جوړلو ، نيالګيو د اېښودو، د اوبو د کانالونو، کور جوړولو ، دوکانونو، ښوونځيو، روغتونونو ، پل او پلچکونو، استنادي دېوالونو او د باغدارۍ د وسايلو په برخه کې خدمات وړاندې کوي.
ياد هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او ( WASSA, DRC, WSTA, ACHRO, DHSA) موسسو د استازو ترمنځ لاسليک شول.