د مهاجرينو چارو وزير د ارزګان والي سره ليدنه وکړه
د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د ارزګان ولايت له والي مولوي محمد علي جان احمد سره د غبرګولي په (۲۸) مه په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې په ارزګان ولايت کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو پر ضعيت او مستحقو ته د مرستو د وېش پرڅرنګوالي خبرې وشوې.
ښاغلي حقاني د بېځايه شوو او راستنېدونکو سره د مرستو په برخه کې د وزارت د پروګرامونو او مستحقينو ته د مرستو په رسولو ټينګار وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې سروې او د مرستو وېش په معياري او شفاف ډول ترسره شي.
په دې ليدنه کې د ارزګان ولايت والي په دغه ولايت کې له مستحقو کسانو سره د مرستو په برخه کې د مهاجرينو چارو وزير د ملاتړ څخه مننه وکړه او د مهاجرينو چارو وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې يې په دغه ولايت کې د ولايتي مسؤلينو د همکاريو ډاډ ورکړ.