د قطر سره میاشت د راستنو شوو مهاجرینو لپاره کورونه جوړوي

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۲۱:۸
-

د هلال احمر قطري د مرستو او نړیوالې پراختیا  رئیس دوکتور محمد صلاح ابراهیم او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره ولیدل
په ناسته کې د راستنو شوو مهاجرینو په اړتیاو او د وروستیو سیلابونو له امله بېځایه شوو ته د بشري مرستو په رسولو خبرې وشوې
نوموړي ژمنه وکړه، چې د مهاجرينو په ښارګوټو کې به راستنو شوو مهاجرینو لپاره کورونه جوړ کړي، خو د تعداد په هکله به یې د قطر خیریه صندوق سره تر مشورو وروسته معلومات شریک او عملا به یې په کار پیل وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۴:۶
Background image

د مهاجرینو چارو په وزارت کې د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د چارو ادارې لوی ریاست د پالیسۍ معاونیت د کار پوهانو په همکارۍ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو یو ورځنۍ ورکشاپ د وزارت د. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۵۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو بنسټونو د تخنیکي ټیم غړو ګډه ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د نړیوالو همکارو بنسټونو د تخنیکي ټیم غړو د بایومټریک شویو ۱۱۱ بېځایه شویو کورنیو د لېږد ناسته د وزارت د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۵۹
Background image

پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې او درناوي مراسم ترسره شول


د پاکستان هېواد په اسلام اباد ښار کې د افغان مهاجرینو اتشې د راپور له مخې په پاکستان کې د جګپوړو چارواکو او هلته د بهرنیو هېوادونو ډیيلوماتانو په شتون کې د لېندۍ پر درویشتمه نېټه د. . .

بېرته خبرونه ته