د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کندهار ولایت کې د جبري راستنېدونکو له موقتي کمپونو څخه لیدنه وکړه.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۱۹
-

دکندهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور له مخې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لړم په ٢٨مه د دغه ولايت په سپين بولدک کې د اجباري راستنېدونکو له موقتي کمپونو څخه ليدنه وکړه .
په دې لیدنه کې له ښاغلي حنفي سره د کندهار والي، د کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، مهاجرینو چارو وزارتونو مرستیالانو او د کمېټو مسوولینو هم حضور درلود.
په دغه ولایت کې د جبري راستنېدونکو د موقتې کمېټې مشر د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو تر څنک د خپلو ورځنيو کارونو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ټولو هغو مسؤولينو څخه چې شپه او ورځ يې د راستنېدونکو د خدمت له پاره وقف کړي دي مننه وکړه .
حنفي وويل: چې ما له ټولو هغو دروازو څخه ليدنه کړې چې له پاکستان څخه زموږ مهاجرين راځي، زه بايد ووايم چې په دې برخه کې د کندهار ولايت د نورو ولايتونو په پرتله ښه دى.
  نوموړي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په دغه ولايت کې يې د موقتې کمېټې د مسؤولينو له دغه نیک اقدام څخه ستاينه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې له هاجر او تیری دیس هومز موسسو سره د ۵۸۷ زره او ۴۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل او بلخ کې ۱۳ زره او ۴۸۹ تنو راستنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي رییسانو، امرینو او مدیرانو ته د کنفرانسونو په تالار کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت. . .

بېرته خبرونه ته