د بيا يوځای کېدو او دايمي حل لارو کاري ډلې خپله لومړنۍ ناسته وکړه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۴:۴۳
________

د بيا يوځای کېدو او دايمي حل لارو کاري ډلې لومړنۍ ناسته دکډوالو او راستنېدنکو چارو د وزير نور الرحمن اخلاقي په مشرۍ د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو د استازو په ګډون ترسره وشوه.

دې ته په پام سره چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اصلي مسؤليت بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د اغېزمنو خدماتو وړاندې کولو لپاره پالېسۍ جوړونه او همغږې ده. هغه وويل: چې ددې کاري ډلې د رامنځته کولو موخه دهمغږۍ پياوړتيا، د همکاريو موثريت لوړول او خدمت کول دي.

دغه کاري ډله به د بېځايه شوو او راستنېدونکواړتياوو پېژندلو او دستونزو حل کولو او پلي کولو پر اساس د پرېکړو څرنګوالي په اړه کار وکړي او ډاډ به ترلاسه کړي چې د۲۰۲۰ کال د جينوا په کنفرانس کې د دوامداره بيا يوځای کېدو په اړه د افغانستان ژمنې پوره کېږي،چې د کډوالو د دوامداره بيا يوځای کېدو په په برخه کې فعاليتونه کوي.

سربېره پردې اخلاقي وويل: د ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دې سبب شوی چې  بېځايه شوو او راستنېدونکو لپاره د خدماتورسولو پروسه ګډه وډه کړي. موږ هڅه کوو چې د بېځايه کېدو په برخه کې د مخکښو هېوادونو تجربه وکاروو او د کار په بدل کې مرستو ته وده ورکړو.

په دغه ناسته کې دکډوالۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار، دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) رئيس، دسيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مرستيال، د وزارتونو مرستيالانواو استازو، د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) استازي، د(UN-HABITAT) استازي او د سرې مياشتې ادارې استازو په دغه ناسته کې ګډون کړی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته