دکډوالو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستيالې د امريکاسفارت دکډوالۍ برخې له رئيسې سره وليدل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۱۴:۳۴
معین امور پناهندگان وزارت امور مهاجرین با رییس بخش مهاجرت سفارت آمریکا دیدار نمود.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو چارو مرستيالې ډاکټرې عالمې دامريکا سفارت دکډوالۍ برخې له رئيسې اغلې کرې دنور سره د تېرې يکشې په ورځ د وري په ۱۸مه په ياد وزارت کې د کډوالو او  د داخلي بېځايه شوو د مديريت پرسر خبر ې اترې وکړې.

اغلې عالمې په دغه ليدنه کې په هېواد کې د دوامداره سولې له راتلو وروسته هېواد ته د (۴) ميليون افغان کډوړالو د راستنېدو يادونه وکړه او له امريکا هېواد څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دغه برخه کې دکډوالو چارو وزارت سره پروخت داسانتياوو او خدماتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

همداراز دکډوالو چارو وزارت مرستيالې دافغان کډوالو پر خپله خوښه راستنېدنه او دهغوی دلېږد لپاره د چار تر الوتکوپه برابرولو ټينګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې، د مولوي سید قاسم آغا په ملتیا د شمالي ولایتونو له څو تنو مجاهدینو سره وکتل.
په دغې ناسته کې د شمالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۷
Background image

په اېټالیا کې د ۳ شهید شویو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول

د زمري په ۵مه او ۶مه له اېټالیا څخه د هغو درېیو افغان کډوالو جسدونه کابل ته راولېږدول شول، چې د غبرګولې په ۱۱مه نېټه په اېټالیا کې د زړه بوږنوونکې اورلګېدنې په پېښه کې د یوه پاکستاني له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس: له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي په سختو حالاتو کې ژوند کوي

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس محترم مولوي سعید احمد بنوري د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو مدیریت مسوول ښاغلي سایرل ډالي اوګوبل سره په لیدنه. . .

بېرته خبرونه ته